اسلام آباد ۔ 11 مارچ (اے پی پی) د تعليم ٬ پروفېشنل ??رېننګ ٬ قامي تاريخ او ادبي ورثې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان د سپارښتنې ترمخه د عظيمې تاريخي ورثې ساتنې لپاره عملي ګامونه پورته كولې شي۔ د كوم هم هېواد پېژندګلو كښې كلتوري ورثه ??هم حېثيت لري۔ د اېډوائزري كمېټي آف هېرېټېج اولنۍ غونډې مشري كولو په مهال وفاقي وزير ووئيل د كلتوري ورثې محفوظولو او ب??ال?? سره به نه يواځې د هېواد مثبت تشخص رامخې ته شي بلكې كلچرل ټ??را??م ته به وده هم ترلاسه شي۔ ده ووئيل حكومت د عظيمې كلتوري ورثې محفوظولو له عملي ګامونه پورته كوي۔ په دې لړ كښې د وزيراعظم په هدايت اېډوائزری کمیټی آف هېرېټېج جوړه كړې شوې كومې ته چې دا مېنډېټ وركړې شوې چې هېواد كښې داسې ځايونه په ګوته كړي او د حفاظت ٬ ب??ال?? او پياوړتيا له وړاندېزونه وركړي۔ وفاقي وزير ووئيل په دې لړ كښې په صوبائي كچه هم كمېټۍ جوړې كړې شوي۔ دې څخه وروستو به د دې دائره كار ضلعې كچې ته پراخه كړې شي او په تاريخي ودانو كښې خوښي لرونكي رضاكار به هم دې كېمټيو كښې شامل كړې شي۔ ده ووئېل د نېشنل ??یوزیم کراچۍ په حقله د سپريم كورټ په پرېكړه به عمل كولې شي۔ غونډه كښې د قامي تاريخ او ادبي ورثې سېكتر انجینئر عامر رضا، جوائنټ سېکتر او ډی جی ډیپارټمنټ آف آرکیالوجی اېنډ میوزیم سید جنید اخلاق او نورو ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال جوائنټ سېکتر سید جنېد اخلاق ګډون كوؤنكو ته بريفنګ وركړو۔ غونډې ته ووئيل شول پاکستان كښې د 10 زرو نه زياتې تاريخي او مذهبي ودانۍ موجود دي د كومو ريكارډ چې مرتب كولې شي۔ غونډه كښې د كمېټۍ غړو د قامي او تاريخي ورثې ب??ال?? له وړاندېزونه وركړل۔