اسلام آباد 22 مارچ(اے پی پی) د ملائېشيا وزيراعظم مهاتير محمد وئېلي دي مو??ږ د پاكستان سره يوازې ښې اړيكې نه غواړو بلكې د دواړو هېوادو??و ترمينځه تجارت او صنعت ته د پرمختګ وركولو خوښي لرو٬د معاشي پرمختګ لپاره امن او صنعتي پرمختګ ضرورې دے٬د پاكستان سره به ټېكنالوجي او پوهه شيئر كولې شي۔ده د جمعې پھ ورځ د پاكستان ملائېشيا سرمايه كارۍ كنفرنس ته خطاب كولو۔په دې مو??ع وزيراعظم عمران خان هم خطاب وكړو۔ډاكټر مهاتير محمد ووئيل زه د كاروباري كسانو سره په ملاقات او هغوي ته په مخاطب كېدو خوشحاله شوې يم۔ده ووئيل د دې كنفرنس سره به د دواړو هېوادونو سوداګرو او سرمايه كارو يو بل پیژندلو٬د خيالاتو تبادلې او د شراكتد د امكاناتو جاج اخستلو مو??ع ترلاسه شي۔په دې مو??ع ده د ملائېشيا د پرمختګ په اړه ووئيل ملائېشيا يو غريب هېواد ؤ ٬د كوم صنعت ته چې پام لرنه كولو سره د پرمختګ پلو روان شوې يو ٬مونږ غېر ملكي سرمايه كارو له ملائېشيا كښې په سرمايه كارۍ كولو كښې ترغيب وركړی او هغوي له مو آسانۍ او رعايتونه وركړي چې په نتيجه كښې يې په هېواد كښې نوې ټېكنالوجي او سرمايه راغلې٬مونږ صنعت او ټېكنالوجي كښې پوهه ترلاسه كړې او خپل مصنوعات مو جوړ كړی٬دې سره سره امن او استحكام لپاره مو عملي اقدامات كړي او د عسكريت خوښۍ په پشمول په بېلو مسئلو قابو مو??دلو له بريالي شوي يو۔ده ووئيل د دغې اقداماتو په سوب ملائېشيا دا مقام ترلاسه كړی٬مونږ د پرمختګ پنځه كلنه پروژې بشپړې كړي۔ده ووئيل د وګړو مالداره كولو ته پام لرنه شوې ځكه چې په هغه صورت به وګړي د ټېكس وركولو جوګه شي كله چې هغوي سره سرمايه راشي او بيا به د ټېكس څخه ترلاسه شوې روپۍ د اولس په آسانيو خرڅ كړی شي۔ده ووئيل مو??ږ له تجارت ته اړتيا وه۔ده ووئيل نن ملائېشيا د ټولو هېوادونو سره د ورورولۍ اړيكې لري او زمونږ كوم هم دښمن نشته خو د اسرائيل معامله مختلف ده۔د اسرائيل سره مو??ږ په هېڅ ډول اړيكې نه دې جوړ كړي۔ده ووئيل د دې دا مطلب نه دے چې مو??ږ د يهوديانو په ضد يو بلكې مو??ږ د اسرائيل د فلسطين په ضد د غاصبانه پالېسو مخالف يو٬هم دغه وجه ده چې ملائېشيا د اسرائيل سره اړيكې نه دي جوړ كړی۔ده ووئيل مو??ږ د پاكستان سره اړيكو ته ودې وركولو سره سره كاروبار هم زياتول غواړو۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان زمونږ ملګرې او د ملائېشيا مرستيال دے۔د ملائېشيا وزيراعظم په پاكستان كښې د خپلو مصنوعاتو معرفي كولو په لړ كښې په ملائېشيا كښې د جوړ كړی شوي مو??ر چاپي وزيراعظم عمران خان ته وركړه۔ده ووئيل ملائېشيا يوازنۍ پرمختللې هېواد دے كوم چې خپلې مو??رې جوړوي٬په دې لړ كښې د پاكستان سره د خپلې ټېكنالوجي او پوهې تبادله غواړو٬د دې څخه وړاندې وزيراعظم عمران خان په خپل خطاب كښې د ملائېشيا خپل هم څنګ مهاتير محمد هركلي كولو سره ووئيل په 23 مارچ د پاكستان ورځ لمانځلې كېږي٬په دې اړه په دستوره كښې د مهاتير محمد ګډون زمونږ لپاره د اعزاز خبره ده٬د ملائېشيا پرمختګ لپاره د هغه د خذماتو نه علاوه د هغه د وژن او په نړيواله كچه د هغه د مړانې مؤقف احترام كوو۔وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادو??و ترمينځه به تجارتي اړيكو ته وده وركولې شي٬مونږ د پرمختګ د ملائېشيا ماډل څخه زده كړه كوو٬موڼږ پريكړه كړې چې په وزارتي كچه به قوي كمېټي جوړولې شي كومه به چې دوه اړخيزه تجارت ته د ودې وركولو په تګلاره كار كوي۔په دې مو??ع وزيراعظم ووئيل مو??ږ غواړو چې وزيراعظم مهاتير محمد په پاكستان كښې زيات وخت له پاتې شي۔پھ كنفرنس كښې د دواړو وزيراعظمانو په موجودګۍ كښې د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه د مو??رو جوړولو٬ټېلي كام٬ټېكنالوجي او حلال فوډ انډسټري په څانګو كښې د مفاهم په بېلو يادښتونو لاس ليك وشو۔كنفرنس ته د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد او د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف هم خطاب وكړو