اسلام ??باد 21 مئي (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د كرغزستان دورې په مهال د شنګهائي مرستې تنظيم په غونډه كښې ګډون سره سره به د 8 هېوادونو خارجه وزيرانو سره ون ټو ون ملاقاتونه كېږي٬ د چین او روسيې خارجه زيرانو سره به په خاص توګه ليدل غواړم٬ ?? منطقې په بدلېدونكې وضعه اندېښنه لرو۔ خارجه وزير دا خبرې د د شنګهائي مرستي تنظيم غونډه كښې ګډون لپاره بشكېك ته د روانېدو نه وړاندې ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل د کرغزستان په بشكېك ښار كښې د شنګهائي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو غونډه كېدونكې ده او زه په به دې غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كوم۔ خارجه وزير ووئيل د شنګهائي مرستې تنظيم په غونډه كښې ګډون سره سره به د 8 هېوادونو خارجه وزيرانو سره ون ټو ون ملاقاتونه هم ك??ږي او د دې نه علاوه به درې مهم دوه اړخيزه ملاقاتونه هم ك??ږي۔ خارجه وزير ووئيل د چين او روسيې خارجه وزيرانو سره به په خاص توګه ليدل غواړم ځكه چې د منطقې په بدلېدونكې صورتحال زه اندېښنه لرم٬ ??واړه د پي فائيو په مستقلو پنځو غړو كښې شامل دي٬ زه به غواړم چې ھغوي سره مشاورت وكړم۔ خارجه وزير ووئيل په راستنېدو يو خاص غونډه هم رابللې شوې چې پكښې به مونږ د بدلېدونكې وضعې جاج اخلو دغسې چې د ايران خارجه وزير په دوره راشي چې مونږ ورته د پاكستان نقطه نظر په واضح توګه مخې ته كړو