اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني د پاكستان ??وه ورځنې دورې ترسره كولو نه پس د اتوار په ورځ وطن ته ستون شو٬ د نور خان په هوائي اډه سيد ذوالفقار عباس بخاري او نورو اعلٰي سول او پوځي چارواكو د قطر امير رخصت كړو۔ د روانېدو نه وړاندې د پاك فضائيه چارواكو د قطر امير ته د جے اېف 17 تهنډر په اړه بريفنګ وركړو۔ د قطر امير په ملټي رول الوتكو كښې خپله ژوره دلچسپي وښودله۔ د وزيراعظم عمران ??ان په بلنه د قطر امير شېخ تميم حمد الثاني د خالي په ورځ پاكستان ??ه راغلې و٬ ده سره د لوړې پاې پلاوې هم و۔ وزيراعظم عمران ??ان مهمو وزيرانو او اعلٰي چارواكو سره د قطر د امير هركلې وكړو۔ د خپلې دورې په مهال د قطر امير وزيراعظم عمران ??ان ??و اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره ملاقاتونه وكړل۔ د دورې په مهال د قطر امير ته د پاكستان ??و قطر ترمېنځه د دوستې او ورورولې اړيكو په وده د پاكستان ??ر ټولو اعلٰي سول اعزاز نشان پاكستان وركړے شو۔ د قطر امير لخوا د پاكستان ??ورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي شركت زياتولو په طريقو غور وكړے شو۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې لوظنامې او د مرستې دستاوېزات هم لاسليك كړے شول۔