اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د آزاد کشمير سياسي قيادت د هند لخوا د مقبوضه كشمير خاص حېثيت ختمولو سره د هندي پرېكړې رياست څخه د انخلاء په پروانه خپل د لاسليك كولو مترادف ګرځولو سره وئيلي دي چې٬ چې قدام سره هند تش د نوم سېكولر مخ په ډاګه كړېدے، د تش د نامې د كومې لوظنامې په بنياد چې هند كشمير ته خپل اټوټ انګ وائي ٬ اوس دا پرېكړه كولو سره هند دا تسلم كړې چې هند د تېرو 70 كالو راهسې د طاقت د لارې په كشمير خېټه اچولې وه٬ د هند لخوا د جبر او تشدد دا لړۍ تر ډېره وخته نشي چلېدې۔ د ګل په ورځ د هند لخوا د مقبوضه کشمير پحقله د هندي آئين آرټيکل 35 اے او 370 د ختمولو په پرېكړه د خپل غبرګون څرګندونه ??ولو سره د آزاد جمو كشمير اولس مشر مسعود خان ووئيل هند چې د مقبوضه کشمير خاص حېثيت ختمولو لپاره كوم قدم پورته كړې ھغې سره د هند ناوړه څيره د نړۍ او كشميريان په وړاندې په ډاګه شوې ده٬ کشمير يوه مقبوضه سيمه ده چرته چې هند اته لكه پوځ سره سوله ايز كشميريانو سره جنګ كوي۔ ?? هند دا اقدام د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قرارداد لمبر 91 او 122 خلاف ورزي او د جمو كشمير پحقله د ملګرو ملتونو د اړوند قراردادونو نفي ده۔ د کل ج??اعتي حريت کنفرنس آزاد کشمير چيپټر پخواني کنوينر محمد فاروق رحماني دفعه 370 د ختمولو او جمو او كشمير هند كښې ضم كولو لپاره د هندي اولس مشر د حكنامے غندنه ??ولو سره وئيلي دي چې دا پرېكړه ډېره خطر ناكه٬ د ملګرو ملتونو د قراردادونو په ضد او د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده۔۔ ده ووئيل د هندي اولس مشر د حكمنامے باوجود به د خپلواكۍ حق لپاره خپلې هڅې روانې ساتي۔ ?? جمو کشمير لبرېشن فرنټ چيئرمين سيد توقير ګېلاني ووئيل نن د كشمير په اړه توره ورځ ده خو دې سره سره د هند لخوا د كشمير حېثيت د بدلولو اعلان د كشميريانو د آزادۍ د غوښتنې د تسليمولو ورځ ده۔ ده ووئيل مودي به هند لپاره ګوربا چوف ثابت شي او د ده د لاسه به هند ټكړې ټكړې شي۔ نوموړي كشميري دانشور راجه مظفر خان ووئيل د اولس مشر ټرمپ د ثالثۍ اعلان نه ??س هند هڅه كوي ھغه په افغانستان كښې د پاكستان پوزيشن ته زيان رس??ل غواړي۔ ?? آزاد كشمير پخواني اولس مشر سردار عتيق احمد خان ووئيل د طاقت په زور نه خو وړاندې هند كشميريان غلې كړې شوې وو او نه به بيا لپاره دوي غلې كړې شي۔ ??ه ووئيل نړيواله ورورولي دې د كشمير كشالې هواري لپاره خپل كردار ولوبوي