اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی) سېنېټ كښې د مخالفې ډلرو غړو د پیپلز ګوند شريك چيئرمېن آصف ع??ي زرداي له د درملنو آسانۍ وركولو غوښتنه كولو سره وئيلې دي بايد د انتقام اخستو سياست اونكړې شي۔ احتساب څخه انكار نه كوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوئي د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې په نكته اعتراض خپله خبره كښې وكړه۔ سناتورې شيري رحمان ووئيل آصف ع??ي زرداري ته طبي مرسته وركولې نه شي۔ د انصاف تقاضې دې ترسره كړې شي۔ آصف ع??ی زرداری د زړه په رنځ اخته دے او هغه ته اډياله زندان كښې هيڅ آسانۍ نه شته۔ د مخالفې ډلې مشر سناتور راجه ظفر الحق ووئيل د قانون ترمخه دې د آصف ع??ي زردار درملنې وكړې شي۔ د قامي اسمبلۍ غړو غونډې له راوستلو لپاره دې پروډكشن آرډ هم جاري كړې شي۔ سناتور عبدالرحمان ملک ووئيل د درملنو آسانۍ د آصف ع??ي زردار حق دے كوم چې بايد هغه ته وركړې شي۔ سناتور مولا بخش ??ان??يو ووئيل مونږ ته آصف زردار سره د ليدلو اجازه نه ده راكړې شوې۔ آصف ع??ی زرداری خپل اختيارات پارلمان ته وركړې وو۔ ده ووئيل احتساب څخه انكار نه كوو ولې دا بايد د ټولو وكړې شي۔ عثمان كاكړ ووئيل هر يو بنديوان ته بايد د درملنو آسانۍ وركړې شي۔ سناتور جاوېد عباسي ووئيل آصف ع??ي زرداري ته دې پمز كښې د درملنو آسانۍ وركړې شي۔ سناتور ص??بر شاه ووئيل سياسي لارښودو سره بايد د اتقام اخستو سلوك اونكړې شي او آصف ع??ی زرداری او نورو سياسي لارښودو ته دې د درملنو آسانۍ وركړې شي