اسلام آباد 10ستمبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوئټرس سره ملاقات كړے او په مقبوضه كشمير كښې خراب صورت??ال په نظر كښې ساتلو سره ئې د ملګرو ملتونو او د نړيوالې ټولنې نه د عملي اقداماتو كولو غوښتنه كړې او وئيلي ئې دي چې ??ه مقبوضه جمو او كشمير كښې د كرفيو لړۍ پنځه اونيو ته رسېدلې او د هند لخوا د لاك ډاؤن او جبر او استبداد لړې لا هم روانه ده۔ پاكستانې استازې ووئيل چې ??خت راغلې چې ??ړيواله ټولنه د قانون٬ انصاف او بشري حقونو تحفظ په معامله وړاندې راشي او خپله رايه څرګنده كړي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د جمو او كشمير په صورت??ال د اندېښنې څرګندونه وكړه۔ د?? ووئيل چې بايد د مذاكراتو ل??ر تل پرانستې وساتل شي۔