جنېوا 10 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې ??اكستان په منطقه كښې په تاؤ تريخوالي كښې كمې غواړي خو د هندوستان رويه ډېره غېر ذمه وارانه ده٬ اندېښنه ده چې ??ند د مقبوضه كشمير څخه د نړۍ پام ګرځولو لپاره د كوم فالس فلېګ آپرېشن په طرز ناټك وكړي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ په جنېوا كښې د بشري حقونو د كونسل غونډې ته د وېنا كولو نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ ده ووئيل چې ??اكستان تل د مصالحت وړاندېز قبول كړے دا هندوستان دے چې دا تاثر ئې وركړے چې ??ونږ به معاملې په خپلو كښې سمې كړو خو دا تر دې حده وړاندې تللې چې اوس به په دوه اړخيزه خبرو حل نه شي۔ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل او نړيوالو ادارو ته به خپل كردار ترسره كول وي۔ دا د سوئيلي آسيا د امن او استحكام سوال دے٬ دوه اټومي قوتونه يو بل ته مخامخ دي۔ ده ووئيل چې ??ونږ به كشمير لپاره غږ پورته كوو ځكه چې دا د حق او ريښتيا آواز دے۔ اوس خو د مقبوضه كشمير صورتحال پټ دے چې ??رفيو ختم شي نو اصل حقائق به وړاندې ??اځ??۔ خارجه وزير ووئيل چې جنېوا ته د راتللو نه وړاندې ئې د قانون وزير بېرسټر فروغ نسيم سره تفصيلي مشوره كړې٬ مونږ په خارجه وزارت كښې د كشمير خاص څانګه جوړه كړې٬ مونږ په هر اړخ نظر ساتو٬ كه هندوستان د جارحيت هڅه وكړه نو مونږ د خپلې دفاع حق هم لرو۔