میرپور 30 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان ته په میرپور آزاد جمو کشمیر كښې د زلزلې له امله د شوي زيان په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ د ګل په ورځ ميرپور ته د راتګ نه پس د آزاد جمو و کشمیر چيف سېكتر وزیراعظم ته د زلزله ځپليو په شوي زيان بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د آزاد کشمیر وزيراعظم راجه فاروق حېدر، خارجه وزیر ش??ہ محمود قرېشي،د كشمير چارو وفاقي وزير علي امین ګندا پور، د اېن ډي اېم اے چیئرمېن لېفټېننټ جنرال محمد افضل، د آزاد كشمير د پاکستان تحریك انصاف صدر بېرسټر سلطان محمد چوهدري، د تحریك انصاف چیف آرګنائزر سېف اﷲ نیازي هم موجود وو۔ وزیراعظم ته ووئيل شول چې د ستمبر په 24مه نيټه د راغلې زلزلې شدت 5.8 ٶ او دې سره د آزاد كشمير د مير پور او بهمبر ضلعې جاتلا، یونین کونسل نادرا سيمې زياتې ځپلې شوې دي٬ د ستمبر په 26مه نيټه د 4.4 شدت زلزله راغلې وه۔ وزیراعظم ته ووئيل شول چې نزدې يو لك كسان ځپلي شوي دي٬ د زيان سروے روانه ده٬ د ابتدائي راپور له مخې 38 كسان پحق رسېدلي او 844 ژوبل شوي دي چې پكښې 107 شديد ژوبل هم دي٬ ده ووئيل چې 500 كورونو ته په بشپړه توګه زيان رسېدلې او 6500 كورونو ته په جزوي توګه زيان رسېدلې دغسې 1200 كچه كورونه هم تباه شوي دي او 500 كچه كورونه په جزوي توګه ځپلې شوي دي۔ ده ووئيل 44 څارو او 50 ګاډو ته هم زيان رسېدلې٬ د معاوضې ابتدائي اندازه 63 ??رو??ه 10 لكه لګول شوې ده۔ د بريفنګ په مهال ده ووئيل د سړكونو د زيان اندازه يو ارب 44 ??رو??ه 30 لكه روپۍ دغسې د برېښنا د تنصيباتو د زيان اندازه 4 ??رو??ه روپۍ ٬ زراعت او د لائيو سټاك ته 5 ??رو??ه 30 لكه روپۍ ٬ د صحت څانګې 7 ??رو??ه روپۍ ٬ فزيكل پلاننګ و هاٶسنګ څانګې 75 ??رو??ه روپۍ٬ د زندانونو 20 ??رو??ه روپۍ او مجموعي اندازه 2 اربه 71 ??رو??ه 60 لكه روپۍ لګولې شوې ده دغسې د اپر جهلم كېنل د شوي زيان اندازه به د پنجاب حكومت لګوي