اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د سكھـ مذهب باني بابا ګرونانګ ديو جي د زېږون د 550مې ور??ې په موقع د مذهبونو ??رمېنځه د همغږې د جذبې عكاس كرتار??ور لارې پروژې د خالي په ور?? رسمي پرانسته وكړه۔ په دې موقع د هند پخوانې وزيراعظم منموهن سنګھـ٬ د هندي پنجاب وزيراعلٰي كېپټن ﴿ر﴾ امرېندر سنګھـ او پخوانې كركټر نجوت سنګهـ سدهو پشمول د ټولې نړۍ څخه راغلي سكھـ ياتري په لويه شمېره موجود وو كومو چې د وزيراعظم عمران خان او د ده د حكومت مننه وكړه او دعاګانې ئې وكړې۔ د زېږون د ور??ې په دستورو كښې د 10 زرو نه زيات سكهـ ياتري شامل دي۔ د كرتا??ور لارې پرانستل كېدو نه پس به اوس هره ور?? 5 زره سكهـ ياتري د ګوردواره دربار صاحب ياترا وكړې شي او خپل مذهبي رسومات به ادا كړې شي۔ د مذهبي همغږۍ دا لويه پروژه د وزيراعظم عمران خان په هدايت پ??ل كړې شوې وه او دې لپاره فنډ په مكمل توګه د پاكستان حكومت وركړي دي او دا سكھـ ټولنې لپاره يوه ډالې ده۔ وزيراعظم عمران خان د لارې پرانستلو او د ګوروجي د جنم ور??ې په موقع پاكستان ته راتلونكو ټولو سكھـ ياتريانو لپاره اسانيو سره د پاسپورټ شرط په عارضي توګه ختم كړے۔ د ياتريانو ??سانيې لپاره د پاكستان حكومت خاص ريل ګاډي هم چلولي دي۔ په دې موقع د امنيت خاص انتظامات شوي دي۔ د سكھـ ياتريانو ??سانيو لپاره خاص اقدامات شوي دي۔ 42 اېكړه زمكه ګوردواره كمپلېكس او 62 اېكړه د لنګر خانې ضروريات پوره كولو لپاره بېله كړې شوې ده۔ دلته يو موزيم هم جوړ كړے شوے او طبي اسانيو لپاره روغتون جوړ شوے۔ راغليو ياتريانو وئيلي دي چې مونږ به د پاكستان دا احسان كله هم هېر نه كړو۔