اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د حکومتي اقداماتو په سوب غېر ملكي سرمايه كاري زياته شوې ٬ پرله پسې پاليسو سره به د سرمايه كارو باور بحال شي٬ پاکستان منطقه كښې د زيات پرمختګ صلاحيت لري٬ كرپشن هېواد ته زيات زيان رسولې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ برآمد کوٶنكو له د سېلز ټېكس او انكم ټېكس ريفنډز كولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل كله مو چې اقتدا?? ترلاسه كړو نو لويه مسئله د كرنټ اكاٶنټ خ??ار?? د 19 اربه ډالرو ٶه ٬ د غېر ملكي زرمبادله پانګې نه وي٬ اولس په ډالرز كښې ټرانزېكشن كولو٬ د كرنسۍ قدر مخ په كمېدو ٶ۔ وزيراع??م ووئيل د معاشي ډلې د هلو ځلو په سوب د روپۍ قدر مستحكم شوې٬ برآمدات زيات شوي۔ ده ووئ??ل په كومه ورځ چې هېواد كښې پاليسۍ سمې شي او خلقو ته معلومه شي چې زمونږ پاليسۍ مستقل دي او هېواد په اهډهاك ازم نه چلېږي نو دې سره به د هغوي باور زيات شي۔عمران خان ووئيل هند او بنګله دېشن زمونږ نه وړاندې وتلې ٬ دوي څه غېر معمولي پرمختګ نه دې كړې بلكې مونږ په شا تللې يو۔ ده ووئېل اوسنې حكومت د اوږدې مودې په پاليسو عمل كوي ٬ چين د غربت خاتمې پحقله شمېرې لري۔ وزيراع??م ووئ??ل په ټولټاكنو كښې سياسي ګټې لپاره مېټرو بس غوندې منصوبې پېل شوي٬ چين د استحکام، پيداوار او بشري پرمختګ ته د پام لرنې كولو د لارې كاميابۍ ترلاسه كړې۔ ده ووئيل كله چې هېواد په زيان كښې وي٬ ډالر بهر زيات ځي او هېواد ته كم راځي نو دې سره د كرنټ اكاٶنټ خ??ار?? زياتېږي٬ د کرنټ اکائونټ زيان زياتېدو سره د روپۍ قدر كمېږي۔ ده ووئېل د پټروليم مصنوعات بيعه زياتېږي او ګراني راځي۔ وزيراع??م ووئ??ل په وړومبي ځل د كرنټ اكاٶنټ خ??ار?? سرپلس ده ٬ چې هېواد كښې دولت نه پېدا كېږي نو هېواد قرض نه شي واپس كولې۔ وزيراعظم ووئيل اوسنې حكومت د صنعتونو ودې ته پاملرنه كوي٬ د قاچاق مخنيوي لپاره اقدامات كوي ځكه چې قاچاق سره صنعتونه ځپلې كېږې۔ ده ووئيل سوداګرې ورورولۍ كښې د ټېكس كلتور ته وده وركولو ته اړتيا ده۔ عمران خان ووئيل د ټېكس محصولات زيات شوي چې پرې د اېف بي آر چيئرمېن د مباركۍ حق لري، سوداګر دې د هېواد په ګته د