اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې په هېواد كښې په سمدستي توګه د انصاف وركړه د پي ټي آئي وړومبۍ ترجيج ده٬د پي ټي آئي منشور د بنيادي انساني احترام٬د اقليتونو او م??رم??و د حقونو د تحفظ خبره كوي٬د تحريك انصاف د جوړولو بنيادي مقصد د ټولنې كمزور طبقو ته د طاقتورو پھ مقابله كښې انصاف وركول دي۔د م??رم??و او جينكو د حقونو تحفظ د پي ټي آئي د بنيادي منشور برخه ده۔ده دا خبرې د ګل په ورځ په م??رم??و د تشدد د خاتمې د نړيوالې ورځې په موقع جوړې شوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔دا دستوره په ايوان صدر كښې وشوه۔خارجه وزير ووئيل چې پاكستان تحريك انصاف په ټولنه كښې د ناانصافۍ رويو په ضد په غبرګون كښې جوړ شوې۔د دوه مركزي ګوندونو متبادل د تحريك انصاف رامخې ته كېدل سماج ته د انصاف وركولو مقصد لپاره وو۔ده ووئيل چې په ټولنه كښې م??رم??ې او جينكۍ د صنفي امتياز پشمول د غېرت په نوم د قتل پشان ناانصافو سره مخ دي او پي ټي آئي پھ خپل انتخابي منشور كښې د م??رم??و او جينكو د حقونو باوري كولو د عزم څرګندونه كړې۔ده ووئيل چې د ښځو پو??يس اسټېشن او م??رم??ې واكمن كولو لپاره هره كچه خاص ډسك جوړول هم د پي ټي آئي په منشور كښې شامل دي۔ده ووئيل چې انصاف ته رسنه آسانولو لپاره به په پخواني قوانين كښې بدلون كوو۔خارجه وزير ووئيل چې مونږ د م??رم??و او جينكو په ضد هر ډول تشدد او د غېرت په نوم قتل رد كوو٬زمونږ په ټولنه كښې د داسې كوم ناوړه حركت ځاې نشته۔ده ووئيل چې مونږ د پوځدارۍ انصاف د نظام اصلاح لپاره هڅې كوو۔د پي ټي آئي حكومت د م??رم??و او جينكو د حقونو تحفظ لپاره ګڼ شمېر اقدامات كړي۔ده ووئيل چې د وزيراعظم د 100 ورځو په ايجنډا كښې م??رم??و او جينكو لپاره د انصاف د نظام اېكشن پلان تيار كړی شوې٬دا د 55 نكاتو حكمت عملي ده۔ده ووئيل چې حكومت په غېر روايتي طريقو غور كوي چې ورسره به د سماجي روايو په بدلون كښې مرسته وشي