اسلام آباد ۔ 9 دسمبر (اے پی پی) د پاكستان د خارجه چارو سېكتر سهېل محمود وئيلي دي سارک چارټر ډے د بې وزلۍ ٬ نالوستۍ او د رنځونو ختمولو عزم لپاره يادګېرنه كوي۔ پاکستان د سارک عمل کامیابولو عزم لري۔ سوئيلي آسيا يو شمېر چېلنجونو سره مخ ده ٬ د كومو مقابلې له به چې په ګ??ه تږلاره خپلول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د 35 مې سارک چارټر ډے دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دستوره كښې د سارك هېوادونو سفيرانو او د خارجه وزارت اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ دستورې ته د خارجه چارو سېكتر سهيېل محمود ٬ د سارك تنظيم پخواني عمومي سېكتر او پاكستان كښې د مالديپ سفير ا??مد سليم خطاب وكړو۔ خپل خطاب كښې د خارجه چارو سېكتر سهېل محمود وو??يل په كال 1985ء كښې د سارك چارټر د ل??رې د دې عزم څرګندونه شوې وه چې سوئيلي آسيا څخه د بې وزلۍ ختمولو او د مسئلو سولييز حل لباره دې په ګډه هڅې وكړې شي۔ ده وو??يل د سارك فورم اجتماعي هڅو سره هم سوئيلي آسيا يو شمېر چېلنجونو سره مخ ده په كومو قابو موندلو له به چې به په ګ??ه تږلاره خپلول وي۔ ده وو??يل سارک چارټر ډے د بې وزلۍ ٬ نالوستۍ او رنځونو ختمولو لپاره د عزم يادګېرنه ده ۔ پاکستان د سارک عمل کامیابولو عزم لري۔ خارجه سېكتر وو??يل وزیر ا??ظم عمران خان د 35 مې سارک چارټر ډے په مهال د سارك غړو هېوادونو او اولس ته مباركي وركولو كښې وو??يل لارښودو د سوئيلي آسيا پرمختګ او سوكالۍ له په ګډه كار كولو له سارك چارټر جوړ كړے۔ پاكستان منطقه كښې د شريكې مرستې د ل??رې د پرمختګ موقعو په رامخې ته كولو باور لري۔ دستورې ته د مالديپ سفير ا??مد سليم خپل خطاب كښې وو??يل سارک فورم سوئيلي آسيا كښې بې وزلي ختمولو او معاشي استحكام له جوړ شوې۔ مونږ له به د تل پاتې پرمختګ په شمول د ټاكلې شوو هدفونو ترسره كولو له په ګډه هڅې كول وي۔ د دستورې په اخر كښې د 35 مې سارك چارټر ډے په حقله كېك هم پرې كړې شو