اسلام آباد ۔ 12 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي په پارلماني غړو زور راوړې دې چې هغوي دې د كوچنيانو د حقونو ساتنې او په دوئي د تشدد مخنيوي له د ??ول??ې شعور بېدارولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ په دې لړ كښې به اجتماعي هڅې كول وي۔ د رياست بنيادي ذمه واري مالدارو څخه ټېكس اخستل او د بې وزله طبقو په خېر ښېګړه مصرف كول دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د بشري او د كوچنيانو حقونو نړيوالې ورځې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په ??ول?? انسانانو كښې ځينې جذبې او صلاحيتونو يو ډول وي۔ د كوچنيانو جسماني ٬ جنسي او معاشي استحصال ډېر تكليف ??رك??ؤنكې دې۔ ده ووئيل د كوچنيانو عزت ٬ تحفظ او دوئي ته د صلاحيت ترمخه چاپېرچل ??رك??ل ډېر مهم دي۔ ده ووئيل مور پلار دې كوچنيانو كښې اعتماد پېدا كړي دغسې چې هغوي خپل مور پلار ??ول?? مسئلو څخه خبر كړې شي۔ ده ووئيل مونږ له به د نورو د كوچنيانو هم د خپلو بچو په شان خيال ساتل وي۔ ده ووئيل آزاد کشمیر كښې كوچنيان پخپله هم آزاد دي او ددوئي خيالونه هم ٬ ولې د مقبوضه كشمير ناوړه حالت ته پام كولو سره افسوس كېږي۔ هندي ځواكونه د پېلټ ګنز د لارې كوچنيان نابينا كوي۔ زر وګړي شهيد كړې شوي دي۔ مېرمنې كونډې او كوچنيان يتيمنان كړې شوي دي۔ ده د بشري حقونو په وزارت زور راوړو چې هغه په كوچنيانو د تشدد مخنيوي او دوئي ته ددوئي حقونه ??رك??لو له په كلن بنياد تږلاره وضعه كړي او هر كال په دې د پېشرفت جاج واخلي۔ دستورې ته د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري ٬ د بشرحقونو وفاقي سېكترې رابعه ??وېري آغا او د يونېسف استازې عيده جرمه ميلاكوهم خطاب وكړو