اسلام آباد 14 دسمبر(اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اع??ان وئيلي دي چې ?? مولانا فضل الرحمان او د ده د همنوا سياست اولس رد كړے، څوك چې ??ولس رد كړي دي، هغوي د منتخب حكومت رانسكورولو سازشونه كوي، اولس ته د درس وركوونكې ډلې د كرپشن د حساب كتاب وخت راغلې، د مسيحا لباس اغوستونكې جعلي څېرې اولس ته څرګندېږي، په معاشي اشاريو كښې مثبت بدلون راځي، د كومو چې نړيوالې مالياتي ادارې هم تصديق كوي، حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې اولس ته ريليف وركولو لپاره هڅې كوي. د خالي په ورځ په سيالكوټ كښې مېډيا سره په خبرو كښې د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې ?? هېواد په معيشت كښې د استحكام نه پس اولس ته د ريليف وركولو يخې هواګانې چلېږي، حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې اولس ته ريليف وركولو لپاره هڅې كوي. هغې ووئيل چې په داسې وخت كښې چې ??كومت د اولس خېر ښېګړې لپاره اقدامات كوي، د سياسي يتيمانو ټولګې خپل ځان په سياسي محاذ ژوندې ساتلو لپاره لاپې وهي، څوك چې ځان ته سياسي قيديان وائي، د دوي په ضد د نېب 11 ريفرنس، د كرپشن د 20 نه زيات كېسونه او د نېب كم او زيات 30 انكوائرې روانې دي. هغې ووئيل چې ??مران خان سره دوي حسد او بغض په دې كوي چې هغه د دوي د عياشې په لار كښې لوي خنډ دے. هغې ووئيل چې ??ايد اړوند ادارې سوچ وكړي چې كه په سركاري وسيلو حكومتونه د تورنو او قيديانو اسانيې برابروي نو دا به اولس سره ټوقې او د دوي لپاره د تكليف وړ خبره وي. هغې ووئيل چې ?? ن ليګ يوه مېرمن وياند د مېډيا پام ځان ته راړولو لپاره هره ورځ نوې نوې دعوې كوي خو بيا تر دې دعوو لاندې راشي. هغې ووئيل چې مونږ د اولس د ګمراه كولو د حكمت عملې سخته غندنه كوو. هغې ووئيل چې ?? ليګي مشرانو څېرې خوشحالې، تندرست او ت??ان لرونكې دي، دوي په ايون فيلډ كښې په خپلو محلونو كښې كېناستو سره سياست كوي او د منتخب حكومت په ضد سازشونو لپاره تندرست او ت??ان لرونكي دي. حكومت به د دوي د مېډيكل رپورټس د حقائقو له مخې حكمت عملي خپلوي.