اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي)نړيوال مالي??تي فنډ(آئي اېم اېف)پاكستان س??ه د ايكسټېن??ېډ فنډ فيسليټي ايګرمنټ له مخې د لوظ نامې د وړومبې جاج اخستنې غونډې نه پس وئېلي دي چې پاكستان په مالي??تي نظم و ضبط كښې بهترۍ او معاشي استحكام لپاره ښه اقدامات كړي٬مالي??تي خساره كمې شوې چې ورسره به د اقتصادي پرمختګ شرح زياتولو اهداف ترلاسه كولو كښې مرسته وشي۔د آئ?? اېم اېف د جاج اخستنې غونډې نه پس پاكستان مينځني ختيز او مينځنۍ آسيا لپا??ه د آئ?? اېم اېف مشن مشر د جاج اخستنې راپور جاري كړي۔ده وئېلي دي چې د آئ?? اېم اېف ايګزېكټو بورډ په تېره خپله غونډه كښې د پاكستان د معاشي كاركردګۍ تفصيلي جاج اخستې او په دې يې د اطمينان څرګندونه كولو س??ه د دوهم قسط جاري كولو پريكړه كړی۔ده وئيل چې په وړومبۍ غونډه كښې وئېلي شوي چې پاكستان په پروګرام عمل باوري كړې او د مالي كال د وړومبو دريو مياشتو په مهال يې ټاكلي اهداف ترلاسه كړي يا دې ترلاسه كولو ته نزدې دې۔په راپور كښې وئېلي شوي دي چې پاكستان مالي??تي خساره كمولو لپاره ښه اقدامات كړې دي