اسلام آباد 07 اپریل (اے پی پی) د وز??راعظم د خزانې لپاره سلاحكار مفتاح اسماعیل په مشرۍ كښې مانیټری اینډ فسکل پالیسی کوآرډینېشن بورډ غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د پلاننګ کمېشن دوهم چیئرمېن ،د خزانې سیکتر ، د سټېټ بانك او نورو ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع د خزانې سلاحكار ووئيل غونډه كښې مونږ ته د مانیټری، فسکل او ایکسچینج ریټ پالیسو جاج ??خستلو سره سره میکرو اکنامك اهداف تسل??ل باورې كولو په اړه د موجوده صورتحال جاج ??خستلو موقع ترلاسه شوي۔ د خزانې سیکتر غونډې ته د هېواد اقتصادی او مالی صورتحال په اړه بریفنګ وركړو۔ ده ووئيل ګروتھ لپاره د ښه پالیسو په سوب زراعت، صنعت او د خدماتو څانګو کارکردګي زياته شوې ، د روان مالی كال په درې وياشتو كښې د افراط زر كچه تر 3.8 فیصده وه۔ ده ووئيل لارج سکیل مینوفیکچرنګ هم ښه ؤ او روان مالی كال وړومبو 7 مياشتو كښې 6.3 فیصده شرح نمو ریکارډ كړې شوي۔ د سیمنټ زيات شوې طلب او د چینو ښه پیداور سره به شرح نمو لا ښه شي۔ برآمدات پرله پسې زياتېږي۔ غونډه كښې د كرنټ اکاؤنټ په خساره د تشویش څرګندونه وشوه او د دېې ښه كولو له د كوټلې انتظاماتو ??ه حاجت ??ور راوړې شو۔د بورډ غړو د غیر ملکی زرمبادلې زياتولو په بيلو اقداماتو غور وكړو۔ بورډ د معیشت ښه والې له مقصد لرونكو خبرو اترو عمل او کار روان ساتلو له د عزم پخلې وكړو