اسلام آباد 21 ستمبر (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي چې د عاشور ??رځ مونږ ته د كربلا د شهيدانو د حق سرلوړۍ او د دین محمدی بقاء لپاره وړاندې كړې شوي لويو قربانيو ياد تازه كوي كومې چې هغوي د حق سرلوړۍ او دین محمدی بقاء لپاره د كربلا په میدان كښې وړاندې كړي۔ د امام حسېنؓ د شهادت پېښه هر كال مسلمانانو ته د دې خبرې ياد تازه كوي بايد د جبر او ظلم طاقتونو ختمولو له د حاجت پھ وخت د څه قربانۍ وركولو څخه ډډه ونه كړې شي۔ دا هغه ??رځ ده كله چې د حق او باطل په جنګ كښې د رسولﷺ نمسي د خپل ځان لويه قرباني وركړه۔ د عاشور ??رځ په موقع د قام په نامه خپل پیغام كښې اولس مشر ووئيل د کربلا پېښه مونږ ته د اعلیٰ مقصدونو ترلاسه كولو په خاطر د ایثار او قربانی درس راكوي۔ اولس مشر ډاکټر عارف علوی ووئيل په نن ??رځ مونږ لوظ وكړو چې مونږ به د اسوۂ ش??یری ??ه ??ڼا كښې هر هغه كار كوو كوم چې د انسانیت احترامِ ، جمهوریت بقاء او اسلامی اقدارو ته د ودې وركولو سبب ګرځي او د هېواد د پرمختګ او سوكالۍ لپاره ګټه ور وي۔