د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري د ټولو ګوندونو كنفرنس ته خطاب
اسلام آباد ۔ 30 ستمبر (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري وئيلي دي د ناموس رسالت معامله چې څومره موجوده حكومت په فعاله ډول رامخې ته كړې تېر وختونو كښې مثال نه لري۔ ?? پاكستان اولنۍ ترجيح امن دے۔ هند په كشمير كښې ناكامه شوې دې۔ د پاكستان تحريك انصاف حكومت د مدينې رياست تصور رامخې ته كولو سره راغلې دې۔ د مدرسو په لاره كښې د خنډانو ودرولو سوچ هم كولې نه شو۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د دفاع پاكستان كونسل تر سېوري لاندې د ټولو ګوندونو كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ??وئيل زه دې كنفرنس كښې ګډون له د وزيراعظم عمران خان په وېنا راغلې يم۔ ده ??وئيل مولانا سميع الحق سره د ناروغۍ كنفرنس كولو سره ډېر مهم كار كړې دې۔ ده ??وئيل هند كشمير كښې ناكامه شوې دې۔ او د هر كشميري شهيد كېدو نه وروستو د پاكستان زنده باد غږ پورته كېږي۔ ده ??وئيل هغه ورځ لرې نه ده چې كشمير به د پاكستان برخه جوړ شي۔ ده ??وئيل اوس هند سره هم د خپل سباؤن فكر ملګر?? شوې دې۔ ده ??وئيل كه هند كوم حركت وكړو نو زمونږ وسله وال ځواك هر وخت تيار دے۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان اولنۍ ترجيح امن دے۔ مونږ هند سره ټولې مسئلې د خبرو د لارې حل كول غواړو۔ ده ??وئيل د وفاقي كابينې په اولنۍ غونډه كښې د سپكاوي خاكو په سختو ټكو غندنه وكړ?? شوه۔ سېنېټ او قومي اسمبلۍ څخه د قرارداد منظورېدو سره د هالېنډ سفير راوبلل?? شو او دې د خپل دريځ څخه خبر كړ?? شو۔ دې سره سره خارجه وزير هم په دې اړه د اسلامي هېوادونو خپل همڅنګو سره رابطه وكړه۔ ده ??وئيل د پاكستان په آئين كښې قاديانې كافر ګرځول?? شوې څوك كلمه ويونكې هم ده ته مسلمان وئيلې نه شي۔ ده ??وئيل عمران خان به ډېر زر د مدارسو مشرانو سره ملاقات كولو سره ددوئي مسئلې حل كړي