اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت د هېواد معاشي استحكام لپاره هر ډول هڅې كوي٬ ?? تېرو حكومتونو د غلطو پالېسو له امله د هېواد معيشت سختو ستونزو سره مخ شوے٬ د پي ټي آئي حكومت ګن شمېر درست اقدامات كړي دي او مثبتې نتيجې ئې راوځي٬ معاشي صورتحا?? مستحكم كولو لپاره آئي اېم اېف سره خبرې روانې دي۔ د اتوار په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خپله مركه كښې وفاقي وزير ووئيل چې تېرو حكومتونو هېواد په قرضونو كښې ښكېل كړې٬ د قرضونو رقم په غېر ضروري پروژو يا څيزونو خرڅ كړے شوے كوم چې دوي لپاره ګټور وو۔ ده تور ولګولو چې ?? تېر وخت واكمنو قومي دولت لوټلې۔ وفاقي وزير ووئيل چې د شريف وروڼو او زرداري څخه لوټل شوې دولت وصولولو سره د هېواد مالي بحران ختم كېدے شي۔ ده ووئيل چې دا د پي ټي آئ?? منشور دے او وزيراعظم عمران خان په ټولټاكنو كښې لوظ كړے چې د كرپټ خلقو احتساب به كېږي او لوټل شوې دولت به بېرته رواړلې شي۔ ده ووئيل چې د كرپټ خلقو په ضد كرېك ډاؤن به روان وي۔ مونږ به هغه بدلون ??اولو د كوم چې مونږ په ټولټاكنو كښې لوظ كړے۔ ده ووئيل چې تېرو حكومتونو ادارې تباه كړې دي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان به د نومبر په 29مه نېټه د 100 ورځو په پوره كېدو د حكومت د كاركردګې په اړه قوم په اعتماد كښې اخلي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې اپوزيشن اېن آر او غواړي خو حكومت به د دوي دا خواهش پوره نه كړي۔