اسلام آباد ۔ 13 دسمبر (اے پی پی) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري وئيلي دي د تشدد مخنيوي بل به د راروان كال 2019 جنورۍ مي??شت په پايه كښې قومي اسمبلۍ ته وړاندې كولې شي۔د زيارت په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې دې ووئيل د تشدد مخنيوي بل به قومي اسمبلۍ ته يو وارې بيا وړاندې كوو۔ دې څخه وړاندې په كال 2014ﺀ كښې سناتور فرحت الله بابر دا بل سېنېټ ته وړاندې كړ?? وو او سېنېټ دا بل منظور كړ?? هم وو۔ ولې قومي اسمبلۍ ته وړاندې كولو كښې د تاخير لامله ددې بل موده ختمه شوې و??۔ دې ووئيل د بشري حقونو وزارت د دوه بلونو تقابلي جاج اخستلې دې كوم چ?? دا مهال داخله وزارت ته لېږلې شوې دې او هيله ده چې قانون سازۍ له به دا ډېر زر كابينې ته ولېږلې شي۔ ډاکټر شیریں مزاری زياته كړه چې ددې بل وړاندې كولو كښې به نور تاخير كولې نه شي ولې چې پاكستان د تشدد مخنيوي په نړيوال كونشن لاس ليك كړ?? دې