اسلام آباد 20 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د ف??ټا انضمام نه پس د سوئېلي پن??اب صوبې جوړولو كرېډېټ به هم عمران خان ترلاسه كوي٬په تېروخت كښې جهلم٬لودهراں٬راجن پور٬چكوال او په نورو ضلعو كښې په يو خاص ډول پيسه خرڅ شوې چې له امله يې پھ دغه سيمو كښې دومره پرمختګ نه دې شوې څومره چې لاهور او په نورو ضلعو كښې شوې٬په ايوان كښې وېنا آسانه ده خو عملي كار له څوك هم ملګرتيا نه كوي۔د قامي مالياتي كمېشن جوړولو لپاره تراوسه د سندھ حكومت خپل استازي نه دې ټاكلې۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ده ووئيل كله چې د ف??ټا انضمام كېدو نو هغ?? وخت دا لوظ شوې ؤ٬چې د اېن اېف سي شيرز كښې به د ف??ټا برخه اېښودلې شي خو كله چې د اېن اېف سي ايوارډ جوړولو پړاؤ راغلو نو سندھ حكومت تراوسه خپل استازي نه دې ټاكلي ٬وفاقي وزير ووئيل پھ تېر دور كښې لاهور كښې سړي سر آمدن 7100 روپۍ ؤ او په راجن پور كښې سړي سر آمدن 2400 روپۍ ؤ ٬ دغه د پخواني حكومت سياست ؤ چې يو څو ضلعو ته يې خاص پام لرنه كړی او پاتې سيمې محروميو سره مخ وې۔ده ووئيل نن وزيراعظم د كابينې غونډې په مهال دا سپارښتنه كړې چې د ټولو لويو ښارونو ډوېلپمنټ لپاره ماسټر پلان جوړ كړې ٬مونږ دا لوظ كوو چې وسائل به يو ډول تقسيمولې شي۔ده ووئيل حكومت د كوم هم غړي نامه په اي سي اېل كښې نه ده اچ??لې او چې د كوم غړي نامه په اي سي اېل كښې وه هغه يې اخوا كړې۔ده ووئيل د جنوبي پن??اب صوبې لپاره څوك څومره مخلص دې دا ټول قام ته معلومه ده٬ ده ووئېل د ف??ټا انضمام نه پس د سوئېلي پن??اب صوبې جوړولو كرېډېټ به هم وزيراعظم عمران خان تر لاسه كوي